کوټه (وېب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبایي مشر ویلي چې د بلوچ یووالي کمېټې مشرانو ته د ورکړل شویو سزاګانو په اړه ژوره اندېښنه لري. هغه په خپل بیان کې ویلي چې د ماه رنګ بلوچ، صبغت الله شاه جي او نورو مشرانو ته سزاوې په اصل کې د قومي حقونو، انساني وقار او د انصاف د مبارزې د ځپلو هڅه ده. هغه زیاته کړې چې تاریخ ثابته کړې چې د حق او رښتیا غږونه لنډمهاله خاموشه کېدای شي، خو له منځه نه وړل کېږي. اصغر خان اچکزی ویلي چې کله د سیاسي او ټولنیزو ستونزو حل د خبرو اترو او اساسي قانون پر ځای د زور، جبري ورکوونو او سختو اقداماتو له لارې کېږي نو دا د حل پر ځای له ستونزو تېښته ده. هغه ټینګار کړی چې د قومي حقونو مبارزې د ولسي شعور او تاریخي محرومیتونو له امله رامنځته کېږي او په زور نه شي درول کېدای.
