تازه خبرونه ۲۳ جون ۲۰۲۶

نړیوال بازار کې د تیلو د بیو راتلونکی به چین ټاکي، امریکایي رسنۍ

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د ایران جګړې وروسته د نړیوالو تیلو د بازار د بیو راتلونکی یوازې د منځني ختیځ پر وضعیت نه بلکې د چین پر پالیسیو هم تړلی دی. د راپور وایي چې که څه هم د امریکا او ایران ترمنځ د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د تیلو د لېږد په اړه خبرې روانې دي، خو اصلي لوری به د چین فیصلې ټاکي. په راپور کې ویل شوي چې د بحران پر مهال د تیلو ورځنۍ عرضه کې کموالی راغلی، خو د بیو هغه لوی زیاتوالی ونه لیدل شو چې تمه یې کېده. کارپوهان وایي چین د خپلو وارداتو کمولو، د زېرمو کارولو او د پاکې انرژۍ د زیات استعمال له لارې د نړیوال بازار په توازن کې مهم رول لوبولی دی. د برینټ خامو تیلو بیه هم تر ۷۸ ډالرو فی بیرل ښکته شوې ده او شنونکي وایي چې د چین ستر ستراتیژیک زېرمې به په راتلونکي کې هم د بیو په کنټرول کې مهم رول ولري.