کوټه (پ ر) اے این پی په خپل بیان کې د بلوڅ یوجنګي کمېټې د مشرتابه د پرېکړو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د جولای په ۲۴مه د بلوچستان په کچه اعلان شوې شټرډاون هړتال بشپړ ملاتړ یې کړی دی.په بیان کې ویل شوي چې یاد مشران لومړی د جعلي مقدماتو لاندې بنديان شوي او له قانوني دفاع څخه محروم شوي دي، وروسته د جیل دننه مقدمې واورېدل شوې او د فېس لیس ټرایل له لارې یو اړخیزې پرېکړې شوې دي.ګوند ویلي چې د سیاسي فعالانو او د بشري حقونو لپاره غږ پورته کوونکو سره عادلانه چلند د اساسي قانون او جمہوري ارزښتونو غوښتنه ده.اې اېن پي له سوداګرو، ټرانسپورټرانو، زده کوونکو او مدني ټولنې څخه غوښتنه کړې چې په هړتال کې ګډون وکړي او د انصاف او د قانون د حاکمیت لپاره خپل غږ پورته کړي.
