تازه خبرونه ۲۳ جون ۲۰۲۶

د اووم محرم مرکزي جلوس له امام بارګاه کلان څخه راووته، کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو

کوټه (ویب نیوز) د اووم محرم الحرام په مناسبت د ذوالجناح شبیه، علم او تعزیو مرکزي جلوس د بلوچستان شیعه کنفرانس د مشر عاشق حسین هزاره په مشرۍ له امام بارګاه کلان څخه راووته. په جلوس کې د بېلابېلو امام بارګاوو اووه دستې ګډونوال وو او جلوس له ټاکلو لارو تېرېدو وروسته بېرته امام بارګاه کلان ته ورسېد او د ماښام له لمانځه وروسته پای ته ورسېد. د امنیتي اندېښنو له امله د موبایل او انټرنیټ خدمتونه ځنډول شوي وو او د جلوس پر مسیر بازارونه او دوکانونه هم تړل شوي وو. د بلوچستان د کورنیو چارو ریاست په وینا د جلوس د امنیت لپاره له ۳ زرو څخه زیات د پولیسو، ایف سي او نورو امنیتي ادارو سرتېري ګومارل شوي وو. وروسته عاشق حسین هزاره د امنیتي تدابیرو له امله د بلوچستان حومت، پولیسو، ایف سي او ضلعي ادارې مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د نهم محرم په ورځ، ځکه لوی جلوس نه وي، نو د موبایل شبکې خدمت دې نه بندېږي ترڅو خلکو او سوداګرو ته ستونزې رامنځته نه شي۔