د منځني ختیځ وروستۍ ترینګلتیا، د ایران او امریکا ترمنځ پوځي ټکر، ورپسې ناڅاپي اوربند او د دواړو لورو له خوا د بریا ادعاوو د نړیوال سیاست څارونکي له یوې مهمې پوښتنې سره مخ کړي دي. ایران دا وضعیت د خپل مقاومت، ملي یووالي او سیمهییز نفوذ د پیاوړتیا نښه بولي، په داسې حال کې چې امریکا هم د خپلو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کېدو او د سیمې د ثبات دعوه کوي. همدا حالت د دې بحث لامل شوی چې ایا رښتینې بریا د کوم لوري په برخه شوې ده او که د نړیوالو قدرتونو ترمنځ د ډیپلوماسۍ او سیاسي تفاهم یوه نوې بڼه رامنځته شوې ده. د قطر، پاکستان، خلیجي هېوادونو او ځینو اروپایي کړیو سفارتي هلو ځلو دا تاثر نور هم پیاوړی کړی چې نړۍ د یوې پراخې او ویجاړوونکې جګړې مخنیوی غوښت. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وروستي څرګندونې او د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان اسلامآباد ته سفر هم د دې خبرې څرګندونه کوي چې پاکستان غواړي د سیمې د سولې، منځګړیتوب او سیاسي تفاهم په بهیر کې یو فعال او اغېزناک رول ولوبوي.
له بلې خوا په ټولنیزو رسنیو او سیاسي حلقو کې داسې نظرونه هم شته چې دا ټوله شخړه د یوې “نورا کشتي” یا له مخکې ترتیب شوي سکرېپټ برخه بولي. د دغو شنونکو په اند محدودې پوځي حملې، حساب شوي غبرګونونه او بیا چټکې مذاکراتي هڅې دا ښيي چې ټول اړخونه د بشپړې جګړې پر ځای د خپلو سیاسي او ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو په لټه کې وو. که څه هم د دې ادعا لپاره کوم قطعي ثبوت نه شته، خو دا حقیقت له پامه نه شي غورځېدلی چې وروستیو پېښو د ایران دننه د ملي یووالي احساس پیاوړی کړی او د حکومت منتقدین یې هم د بهرني فشار پر وړاندې تر یوه بریده سره نږدې کړي دي. راتلونکی به وښيي چې ایا د مذاکراتو بهیر، د بندیزونو احتمالي نرمښت او د ایران لپاره نوي اقتصادي او سیاسي فرصتونه د سیمې جیوپولیټیکه نقشه بدلوي که نه؛ خو دومره څرګنده ده چې د منځني ختیځ په سیاست کې یو نوی فصل پیل شوی او هغه هېوادونه به ترې ډېره ګټه واخلي چې د راتلونکو بدلونونو، اقتصادي فرصتونو او سیمهییزو واقعیتونو سم درک ولري.
