هند چې د سند طاس تړون د سیاسي فشار د وسیلې په توګه د کارولو هڅې کوي، دا یوازې د نړیوالو تړونونو او اصولو خلاف نه دي، بلکې د سویلي اسیا د سولې، ثبات او د میلیونونو انسانانو د ژوند او معیشت لپاره هم جدي ګواښ ګڼل کېږي. اوبه د هر هېواد د کرنې، اقتصاد او ملي امنیت بنسټیزه شتمني ده، له همدې امله پاکستان په خپل حق پورې اړوند اوبه د خپلې ملي امنیتي «سرې کرښې» برخه ګڼي. که د دې کرښې د ماتولو هڅه کېږي، نو پاکستان باید یوازې په اعلامیو او احتجاجي بیانونو بسنه ونه کړي، بلکې د نړیوال قانون له چوکاټه په استفادې، د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او نورو نړیوالو ادارو له لارې منظمې حقوقي او ډیپلوماتیکې هڅې چټکې کړي، د خپلو اوبو د ساتنې لپاره د بندونو او زېرمو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي او نړۍ ته دا روښانه کړي چې د اوبو سیاسي کول د سیمې د بېثباتۍ لامل ګرځي.
نن اړتیا دا ده چې پاکستان د ملي یووالي، قوي ډیپلوماسۍ او اقتصادي او دفاعي چمتووالي پر بنسټ داسې روښانه او دوامداره تګلاره خپله کړي چې هېڅ هېواد د هغه د مشروع حقونو د تر پښو لاندې کولو جرئت ونه کړي. د ملي ګټو ساتنه یوازې د احساساتي دریځونو له لارې نه، بلکې د قانون، مؤثرې ډیپلوماسۍ، کورني ځواک او عملي تدابیرو له لارې ممکنه ده. که پاکستان غواړي چې نړیواله ټولنه یې دریځ په بشپړ ډول واوري او ملاتړ یې وکړي، نو باید د خپلو قانوني حقونو د دفاع لپاره له هر مشروع او سولهییز سیاسي، حقوقي او ډیپلوماتیک فرصت څخه په پوره عزم او دوامداره ډول ګټه واخلي او نړۍ ته دا څرګنده کړي چې د هېواد د اوبو او ملي ګټو په اړه هېڅ ډول جوړجاړی د منلو وړ نه دی.
