اسلامآباد (وېب نیوز) امریکا د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د پاکستان د دفاع له حقه خپل ملاتړ څرګند کړی دی. د خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امریکا د ترهګریزو بریدونو پر ضد د پاکستان د ځاندفاع له مشروع حق څخه ملاتړ کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د پاکستان ولس د ترهګرۍ له امله ډېر درانه ځاني او مالي زیانونه ګاللي او د دې پدیدې پر ضد یې سترې قربانۍ ورکړې دي.
