مقامی ۱۰ جولائی ۲۰۲۶

له بلوچستان څخه د اورګاډي تګ راتګ دوهمه ورځ هم ځنډېدلی

کوټه(نوې ژوند وېب نیوز)له بلوچستان څخه د هېواد نورو ښارونو ته د اورګاډو تګ راتګ نن دوهمه ورځ هم ځنډول شوی او له کوټې څخه به هېڅ اورګاډی روان نه شي. د پاکستان رېلوې چارواکو ویلي، د اورګاډي پټلۍ د ترمیمي کارونو له امله د جعفر اېکسپرېس د پېښور پر لور سفر لغوه شوی، او له پېښوره کوټې ته راتلونکی جعفر اېکسپرېس به یوازې تر جیکب‌آباد پورې ځي. رېلوې ادارې ویلي چې اغېزمنو مسافرو ته به د ټکټ بشپړې پیسې بېرته ورکول کېږي او د ترمیمي چارو تر بشپړېدو وروسته به د اورګاډو د تګ راتګ د بیا پیل اعلان وشي.