واشنګټن (وېب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې نه غواړي د ډیموکراټانو له خوا د کانګرس د کنټرول تر ترلاسه کولو وروسته راتلونکي دوه کاله یوازې د حکومتي پرېکړو په ویټو کولو تېر کړي، بلکې غواړي د هېواد لپاره کار وکړي. نوموړي ویلي چې له ډیموکراټانو سره په ګډه د چارو پر مخ وړلو ته چمتو دی او د هغوی له ځینو مشرانو سره یې خبرې هم کړې دي.
