د بلوچستان نېشنل ګوند (بي اېن پي) مشر سردار اختر جان مېنګل په کوټه کې د زيارت پېښې د قربانيانو او د پوليسو د شهيدانو د کورنيو د روان پرلت ګډونوالو ته د وينا پر مهال وويل، په راتلونکو ورځو کې به بېلابېل کسان د خلکو د غولولو لپاره راشي، خو ولس بايد پر خپل حق او دريځ ټينګ ودرېږي. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې خپل يووالی، نظم او ثبات وساتي او د خپلو غوښتنو لپاره سوله ييزه مبارزه روانه وساتي.
