


کوټه / زیارت (ځانګړی استازی سید سردار محمد خوندئی) د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرو پر ضد د امنیتي ځواکونو له لوري په لویه کچه ګرانډ عملیات روان دي.
د امنیتي سرچینو په وینا پاک پوځ، فرنټیر کور، پولیسو او نورو قانون پلي کوونکو ادارو په ګډه دوه ورځې وړاندې دا عملیات پیل کړي وو.
د سرچینو په وینا دغه ګرانډ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو ګڼ شمیر پټنځایونه ویجاړ او لسګونه ترهګر وژل شوي دي. په عملیاتو کې د جنګي چورلکو څخه هم مرسته اخیستل کیږي.
امنیتي سرچینو وویل چې عملیات د شعبان او ورسره تړلو ستونزمنو غرنیو سیمو سربیره په نوشکي، خاران او نورو سیمو کې هم پرته له ځنډه دوام لري.
سرچینو زیاته کړه چې عملیات به تر هغو دوام وکړي تر څو په سیمه کې په بشپړه توګه امن او امان ټینګ شوی نه وي.
