کوټه (سید سردار محمد خوندئی) په تېرو ورځو کې د زیارت ولسوالۍ د مانګي ډیم په سیمه کې د پولیسو پر امنیتي کمپ د وسله والو ترهګرو د برید او په بله ورځ د تښتول شویو پولیسو سرتېرو د شهادت د پېښې پر ضد د کوټې پر مرکزي لویه لاره تېر پنځه ورځې راهیسې د پولیسو شهیدانو له جسدونو سره احتجاجي پرلت روان دی.
په پرلت کې د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو مشرانو، سوداګریزې ټولنې او د بېلابېلو مکاتبو فکر پورې اړوند زرګونو کسانو ګډون کړی دی. د مظاهره کوونکو غوښتنه ده چې د داسې ناوړه پېښو د مخنیوي لپاره دې بشپړ ګامونه پورته شي، شهیدو پولیسو ته دې انصاف ورکړل شي او د پېښې دې د یوې خپلواکې عدالتي کمېسیون له لارې شفافه پلټنه وشي.
د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر جان مېنګل د شنبې په ورځ په پرلت کې ګډون وکړ او ګډونوالو ته یې وینا وکړه. په خپله وینا کې یې وویل چې پاکستاني ریاست تل د مظلومو ولسونو په وینو حکومت کړی دی، دلته د معدنیاتو د نیولو لپاره د تش په نوم ترهګرۍ لوبه پیل کړې ده. موږ د غم په دې شېبه کې د پښتون قوم تر څنګ ولاړ یو.
پرلت ته د مظلوم اولسي تحریک مشر صادق خان اڅکزي، عبدالرحیم زیارتوال، نصرالله خان زېري، حافظ حمدالله، اصغر خان اڅکزي په ګډون نورو مشرانو هم ویناوې وکړې.
