لورالۍ(ويب نیوز)د سرکي ځنګل په سیمه کې د مشکوکو وسلوالو د موجودیت د راپورونو له خپرېدو وروسته د امنیتي اندېښنو له امله ملي لویه لاره (نیشنل هایوې) لنډمهاله د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. د سرچینو په وینا امنیتي ځواکونو په سیمه کې د لټون او تصفیې عملیات پیل کړي او مسافرو ته سپارښتنه شوې چې تر راتلونکې خبرتیا پورې په خوندي ځایونو کې پاتې شي او د اړوندو ادارو لارښوونې تعقیب کړي.
