کوټه (وېب نیوز)د بلوچستان حکومت د نوو ډویژنو او ضلعو د جوړېدو رسمي خبرتیا خپره کړې، چې له مخې یې اوس بلوچستان ۱۱ ډویژنونه او ۴۱ ضلعې لري. د نوې انتظامي جوړښت له مخې کوټه په دوو ضلعو، کوټه ایسټ او کوټه ویسټ ووېشل شوه او مستونګ د قلات ډویژن څخه جلا او د کوټې ډویژن برخه وګرځول شو. همدارنګه قلات ډویژن ختم او د خضدار او لسبېله په نوم دوه نوي ډویژنونه جوړ شول، نوی پشین ډویژن هم د پشین، قلعه عبدالله، چمن او نوي ضلع برشور څخه جوړ شوی، او د سبي ډویژن نوم په رسمي ډول سیوي ډویژن ته بدل شوی دی. د حکومت په وینا دا بدلونونه د صوبې د اداري چارو د لا ښه تنظیم، اغېزمنې حکومتولۍ او ولس ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه ترسره شوي دي.
