کوټه (وېب نیوز)په بلوچستان کې د روان عملیات شعبان په ترڅ کې امنیتي ځواکونو د نورو ۷ وسلهوالو د وژل کېدو ادعا کړې، چې ورسره په همدې عملیاتو کې د وژل شویو وسلهوالو شمېر ۶۴ ته رسېدلی دی. امنیتي سرچینې وایي، د جولای له ۵مې راهیسې په بېلابېلو عملیاتو کې ټولټال ۱۰۲ وسلهوال وژل شوي دي. د سرچینو په وینا، په غرنیو او لرې پرتو سیمو کې د پټو وسلهوالو پر ضد ځمکني او استخباراتي عملیات دوام لري، او د پاکستان پوځ او نورو امنیتي ادارو ژمنه کړې چې د ترهګرۍ پر ضد به خپلې هلې ځلې د وروستي وسلهوال تر له منځه وړلو پورې جاري وساتي. یادونهپه دې خبر کې د وژل شویو وسلهوالو شمېر او د عملیاتو اړوند معلومات د امنیتي سرچینو د ادعاوو پر بنسټ دي، چې خپلواکو سرچینو یې لا تر اوسه خپلواکه تایید نه دی کړی.
