کوټه(وېب نیوز) افغان قومي موومنټ د پټرولیم محصولاتو په وروستي زیاتوالي سختې نیوکې کړې او دا یې د ولس ضد پرېکړه بللې ده. د ګوند په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د تیلو د بیو پرلهپسې لوړوالی به ګراني نوره هم زیاته کړي او د بېوزلو او منځنۍ طبقې ستونزې به لا پسې ډېرې کړي. اعلامیه زیاتوي چې حکومت د نړیوال وجهي صندوق د شرطونو د پوره کولو لپاره پر ولس د مالیاتو نوی بار اچوي، حال دا چې خلک د سخت اقتصادي بحران او لوړې ګرانۍ له امله د ژوند لومړنۍ اړتیاوې هم په سختۍ برابروي. افغان قومي موومنټ پر حکومت غږ کړی چې د پټرولیم محصولاتو بیې دې سمدستي راکمې کړي، د فساد پر ضد دې سخت قانوني اقدامات وکړي او د ګراني، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره دې اغېزمن او عملي ګامونه پورته کړي.
