کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
د زیارت د پېښې په ضد په روان احتجاجي پرلت کې د وینا پر مهال د اپوزیشن مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وویل چې زموږ بچیان په کومه بې رحمۍ سره شهیدان کړل شول چې مثال یې نه موندل کیږي.
هغه وویل چې پولیس سرتیري او افسران بې وسلې او بې امکاناتو په مانګي ډیم کې د ترهګرو لاس ته ورکړل شول. پښتون قوم دې نه پارول کیږي، د دې قوم زرګونه کلن تاریخ ډیر زړور دی، دا قوم د ځان او د خپل وطن دفاع ښه زده کوي.
محمود خان اڅکزي وویل چې د پاکستان د ژغورنې یوازینۍ لار د آئین بالادستي او پارلیمان پیاوړی کول دي. کله چې زموږ ادارې د اسمبلیو ټاکنې په منډۍ بدلې کړي او په کروړونو روپیو یوه څوکۍ وپلورل شي نو د هیواد حالات به همداسې خراب وي.
هغه اعلان وکړ چې د زیارت د شهیدانو د وینې د هر څاڅکي حساب به ورکول کیږي. هغه ډي سي نه نیولې تر چیف سیکرټري پورې چې بې وسلې پولیس یې مانګي ته لیږلي دي ټول قاتلان دي، د هغوی په ضد دې ایف آئي آر درج شي.
د اپوزیشن مشر وویل چې د اپوزیشن ګوندونو متفقه فیصله ده چې د سرفراز بګټي حکومت دې استعفی ورکړي، دا حکومت دې کور ته لاړ شي. وزیر اعلی او وزیراعظم سره د خبرو کولو هیڅ اختیار نشته، دا بې اختیاره واکداران دي، له دوی سره به خبرې ونه شي. زموږ بچیان دومره ارزانه نه دي چې په دې ډول دې ووژل شي. چا چې دا پولیس سرتیري لیږلي وو هغوی ته پخپله استعفی ورکول پکار وو، که نه نو مسؤلو کسانو ته پکار وه چې هغوی له دندو ګوښه کړي وای.
هغه نوره زیاته کړه چې اول زموږ بچیان شهیدان کړل شول بیا پرې تیزاب واچول شو، د دې حساب به ورکول کیږي. د بلوڅو ولس سره تر خبرو وروسته به احتجاج نور هم پراخ کړو، دا پرلت به روان وي.
محمود خان اڅکزي وویل چې د چمن په پوله تجارت بند دی، هلته دې هم ولس په مشوره بیا پرلت پیل کړي. زموږ وړاندیز دا دی چې پاکستان دې د خپلو ګاونډیو هیوادونو غونډه د ملګرو ملتونو په مشرۍ راوبولي، که پر افغانستان ترهګري ثابته شوه نو مونږ به ټول ستاسو سره یو، خو د ګاونډي د آزادۍ خیال ساتل به وي.
هغه وویل چې جسدونه په کوم انداز کې کوټې ته راوړل شول، په داسې ډول خو قصاب هم د وزو سره سلوک نه کوي، د دې ټولو حساب به دغه خلکو ته ورکول وي. پر پښتونخوا وطن جنګ تپل شوی دی. ۵۰ جسدونه رالیږل او مونږ دومره بې غیرته ګڼل شوي یو چې په پیسو به خرڅ شو. که د شهیدانو کورنیو ته اړتیا وي نو قوم به دا یو کروړ شل لکه روپۍ پخپله کورنیو ته ورکړي.
په پای کې یې وویل چې زه د اپوزیشن پیغام راوړی یم، د اپوزیشن مشرتابه ستاسو سره ولاړ دی. پرلت دې نېټه ورکړي، په ټول پاکستان کې به احتجاج کیږي. زما وړاندیز دا دی چې دا پرلتونه دې د هرې ضلعې د ډپټي کمشنر دفتر مخې ته وشي.
