مقامی ۱۲ جولائی ۲۰۲۶

د زيارت مانګي کچ پېښې پر ضد په لورالايي، پښين او قلعه سيف الله کې پراخ احتجاجونه، د رڼو پلټنو غوښتنه

کوټه(وېب نیوز) د آل پارټيز، سوداګرو ټولنو او مدني ټولنې په غوښتنه د زيارت مانګي کچ او هنه اوړک د پېښو پر ضد په لورالايي، پښين او قلعه سيف الله کې پراخ احتجاجي لاريونونه او غونډې ترسره شوې، چې پکې د بېلابېلو سياسي ګوندونو، سوداګرو، مدني فعالانو او ګڼ شمېر ولسي خلکو ګډون وکړ. ويناوالو د کويله پهاټک د پرلت د ګډونوالو له غوښتنو بشپړ ملاتړ څرګند کړ او ويې ويل چې په بلوچستان، په ځانګړي ډول پښتني سيمو کې د ترهګرۍ، هدفي وژنو، اختطاف، باج اخيستنې او ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي، خو حکومت د خلکو د سر او مال په ساتنه کې پاتې راغلی دی. هغوی د زيارت او هنه اوړک د پېښو د خپلواکو، رڼو او بې پرې پلټنو، د مسؤل کسانو د قانوني محاسبې او د اغېزمنو کورنيو لپاره د انصاف غوښتنه وکړه. ويناوالو خبرداری ورکړ چې که غوښتنې ونه منل شي، نو احتجاجي غورځنګ به د بلوچستان نورو سيمو ته هم وغځول شي. د غونډو په پای کې د شهيدانو د لوړو درجو، د ټپيانو د ژر روغتيا او په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره ځانګړې دعا وشوه.