مقامی ۱۲ جولائی ۲۰۲۶

حکومت بې‌مسؤلیته ده او د ولس له ستونزو ناخبره ده، ډاکټر حامد خان اڅکزی

کوټه(وېب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوټې ولسوالۍ د صدر تحصیل اړوند د ترخې هدې سیمې د واحد کنفرانس د تحصیل سېکرټر نعیم پیرعلیزي په مشرۍ ترسره شو. په کنفرانس کې د ګوند مرکزي سېکرټر ډاکټر حامد خان اڅکزي، د صوبايي پارلماني چارو سېکرټر حضرت عمر اېډوکېټ، د صوبې مرستیال سېکرټر صورت خان کاکړ او د ولسوالۍ مرستیال نصیب الله نیازي ګډونوالو ته ویناوې وکړې. په کنفرانس کې عنایت الله بریچ د سیمې سېکرټر، وحید خان د مرستیال سېکرټر، عطاءالله د اطلاعاتو سېکرټر، نصیب الله د مالیاتو سېکرټر، غفار خان د اړیکو سېکرټر، شمشاد خان، ایوب خان، جان اغا او ناصر خان د مرستیالانو په توګه وټاکل شول او له نوې ټاکل شوې کابینې څخه د ګوند صوبايي مشر عبدالقهار خان ودان لوړه واخیسته. ویناوالو نوې کابینې ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې ګوند هیله لري د ملي مشر محمود خان اڅکزي په مشرۍ به د ولسواکۍ او د اساسي قانون د ساتنې روانې مبارزې ته لا ځواک ورکړي. دوی وویل چې ولس له سختو ستونزو سره مخ دی، حکومت د خلکو له ستونزو ناخبره او د هغو په حل کې بې‌مسؤلیته دی، د خلکو د سر او مال امنیت نه دی خوندي او ولس له ګاز، برېښنا، پاکو اوبو او نورو بنسټیزو اسانتیاوو بې‌برخې دی. ویناوالو ټینګار وکړ چې د ګوند مشران او کارکوونکي باید د ولس د ستونزو د حل لپاره خپل اغېزمن رول ولوبوي او نوې ټاکل شوې کابینه دې د ګوند د لا پیاوړتیا او تنظیم لپاره خپلې مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي.