تازه خبرونه ۱۲ جولائی ۲۰۲۶

ماشکیل کښې پر مزدورانو ډزې، پنځه تنه ووژل شول

کوټه: ۱۲ جولای ۲۰۲۶ (ویب ډیسک)د بلوچستان د واشک ولسوالۍ د ماشکیل په سیمه کې نامعلومو وسلوالو پر یوه دوکان کارکوونکو پنځو مزدورانو ډزې وکړې چې له امله یې ټول ووژل شول. د پولیسو په وینا وژل شوي کسان د بلوچستان له بهرنیو سیمو څخه راغلي وو. له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات یې پیل کړي، بلخوا د بلوچستان حکومت د پېښې غندنه کړې او د پلټنو امر یې کړی دی.