کوټه(وېب نیوز) په بلوچستان کې د پاکستان پوځ، فرنټیر کور (ایف سي) او پولیسو ګډ د شعبان عملیات په شدت سره دوام لري. د امنیتي سرچینو په وینا، د سران ټنګۍ په سیمه کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال نور څلور وسلهوال ووژل شول، چې له دې سره یوازې د شعبان عملیاتو پر مهال د وژل شویو شمېر ۷۱ او د جولای له پنځمې نېټې راهیسې په بېلابېلو استخباراتي عملیاتو کې د وژل شویو وسلهوالو ټولیز شمېر ۱۰۹ ته رسېدلی دی. سرچینو زیاته کړه چې د عملیاتو پر مهال د وسلهوالو له پټنځایونو څخه پرمختللې وسلې، مهمات، ټوپکونه، وسلې، راکټ لانچرونه، موبایلونه او نور پوځي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي. امنیتي سرچینو ټینګار کړی چې د بلوچستان له خاورې د ترهګرۍ تر بشپړ ختمېدو پورې به عملیات په دوامداره توګه روان وي.
