کوټه(وېب نیوز) د افغان قومي موومنټ مشر احمد خان د یوې اعلامیې له لارې د زیارت د پرلت له ګډونوالو سره د یووالي څرګندونه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د اغېزمنو کورنیو ټولې غوښتنې دې پرته له ځنډه ومنل شي. نوموړي وویل، که پښتانه او بلوڅ ولسونه د خپلو ستونزو د حل لپاره سړکونو او پرلتونو ته اړ کېږي، نو دا د حکومت او ټاکل شوو استازو د ناکامۍ څرګند ثبوت دی. هغه زیاته کړه چې په صوبه کې د امن او نظم وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او خلک د تښتوونکو، غلو او جرمپالو ډلو رحم ته پرېښودل شوي دي. احمد خان د خلکو د ځان او مال د ساتنې لپاره د وړ، رښتینو او مسؤلو افسرانو د ګومارلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د حکومت کمزورې اداره او ناسمه پالېسي د ولس ستونزې لا زیاتې کړې او په ټولنه کې یې د ناامنۍ او بېباورۍ فضا رامنځته کړې ده.
