تازه خبرونه ۱۲ جولائی ۲۰۲۶

د ایف سي قوماندانانو د زیارت د شهیدانو له کورنیو سره لیدنه، د پولیسو قربانیو ته درناوی

کوټه(وېب نیوز) د فرنټیر کور (ایف سي) بلوچستان (نارتھ) قوماندانانو د زیارت د ترهګرۍ په پېښه کې د شهید شويو پولیسو د کورنیو سره لیدنې وکړې، د شهیدانو پر قبرونو یې د ګلونو څادرونه کېښودل، فاتحه یې وکړه او له غمجنو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه. د ایف سي د بیان له مخې، په دې برید کې ۲۷ پولیس شهیدان شول چې د ترهګرو پر ضد یې تر وروستۍ سلګۍ پورې مېړانه وکړه. په بیان کې ویل شوي، ۱۸ پولیس د ترهګرو له خوا یرغمل شوي وو، خو د تسلیمېدو پر ځای یې شهادت غوره کړ او د زړورتیا او فرض‌پالنې بېلګه یې وړاندې کړه. د ایف سي چارواکو ټینګار وکړ چې د شهیدانو قربانۍ به هېڅکله هېرې نه شي او د ترهګرۍ پر ضد به د ټولو امنیتي ادارو ګډه مبارزه دوام ولري.