مقامی ۱۲ جولائی ۲۰۲۶

د ترهګرۍ د پېښو دې بشپړې پلټنې وشي او ټول حقایق دې ولس ته وړاندې کړل شي، سیاسي او مذهبي ګوندونه

کوټه (وېب نیوز) د بېلابېلو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو غوښتنه کړې چې د زیارت او هنه اوړک د ترهګریزو پېښو خپلواکې، بې پرې او شفافې پلټنې دې ترسره شي او ټول حقایق دې ولس ته روښانه کړل شي، ځکه د دوی په وینا د دغو پېښو تر شا موجود عناصر باید قانون ته وسپارل شي. دغه څرګندونې د جمعیت علمای اسلام د بلوچستان مشر او سناتور مولانا عبدالواسع، د عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان مشر اصغر خان اڅکزي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان مشر عبدالقهار ودان، د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان مشر نصرالله زیري، سید انور شاه، د جمعیت علمای اسلام (نظریاتي) مرکزي مشر مولانا عبدالقادر لوني او د پاکستان تحریک انصاف د قومي اسمبلۍ غړي ملک عادل بازیزي د زیارت د شهیدانو د احتجاجي پرلت پر مهال وکړې. ویناوالو وویل چې حکومت دې د پرلت کمېټې ټول جائز مطالبات ژر تر ژره ومني، د شهیدانو له کورنیو سره دې انصاف وکړي او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره دې عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي. هغوی خبرداری ورکړ چې که غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړل شي، نو سیاسي ګوندونه او د پرلت کمېټه به په ګډه خپل احتجاج نور هم پراخ او سخت کړي.