تازه خبرونه ۱۳ جولائی ۲۰۲۶

ماشومانو ته د پولیو څاڅکو ورکولو کمپاین یو مهم ملي مسؤلیت دی۔ ډیپټي کمشنر حبیب بنګلزی

چمن ( سید سردار محمد خوندئی )
د پولیو ضد ځانګړي کمپاین (ایف آئی پی وی-او پی وی) د لومړۍ ورځې ماښام د بیا کتنې په غونډه کې په بېلابېلو چارو خبرې اترې وشوې.

د ایمرجنسي آپریشن سنټر (ای او سی) بلوچستان صوبائي کوارډینیټر ډاکټر انعام الحق او ډیپټي کمشنر چمن حبیب احمد بنګلزي په ګډه د چمن ولسوالۍ کې د روانو پولیو ضد ځانګړي کمپاین (ایف آئی پی وی-او پی وی د لومړۍ ورځې د کارکردګۍ د ارزونې لپاره د ماښام د بیا کتنې غونډې مشري وکړه.

په غونډه کې ډي اېچ او چمن اېم اېس ډاکټر محمد اویس او ټیکنیکل فوکل پرسن ډاکټر نجیب الله، د روغتیا نړیوال سازمان د کور ټیم ډاکټر اسدالله صافي، د روغتیا څانګې اړوند افسرانو، د پولیو پروګرام استازو او نورو شریکو ادارو مسؤلینو ګډون وکړ.

د غونډې په ترڅ کې د کمپاین د لومړۍ ورځې ټولیز پرمختګ، د ټیمونو کارکردګي، ماشومانو ته لاسرسی، پر وړاندې پرتو ننګونو، امنیت، په ساحه کې رامنځته شویو ستونزو او د راتلونکي لپاره پر اغیزمنې تګلارې تفصیلي غور وشو.

ډیپټي کمشنر حبیب احمد بنګلزي هدایت وکړ چې هیڅ ماشوم دې د پولیو ضد څاڅکو او ایف آئی پی وی- واکسین څخه بې برخې پاتې نه شي. هغه پر اړوندو افسرانو ټینګار وکړ چې په ساحه کې د څارنې بهیر نور هم اغیزمن کړي، ټیمونو ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي او پاتې ماشومانو ته دې ژر تر ژره لاسرسی یقیني کړي.
صوبائي کوارډینیټر ډاکټر انعام الحق د کمپاین د بریالیتوب لپاره د ټولو ادارو دوه اړخیزه همکاري وستایله او ویې ویل چې د پولیو د بشپړ خاتمې لپاره ګډه تګلاره، دوامداره څارنه او د والدینو همکاري اړینه ده. هغه اړوندو ټیمونو ته هدایت وکړ چې د پرتو ننګونو په وخت حل کولو سره دې د کمپاین د اهدافو ترلاسه کول یقیني کړي څو هر ماشوم له پولیو خوندي شي.