کوټه (سید سردار محمد خوندۍ) د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي د اپوزیشن د مشر محمود خان اڅکزي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې څوکۍ راتلونکې تلونکې خبره ده، اصلي خبره د بلوچستان د خلکو خدمت دی.
هغه دا څرګندونې د شهید نوابزاده میر سراج خان رئیساني د اتم تلین په مناسبت جوړې شوې غمرازۍ غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. په دې موقع صوبايي وزیرانو میر عاصم کرد ګېلو، بخت محمد کاکړ، میر ضیاء الله لانګو، میر سلیم کهوسه او نورو سیاسي او قبایلي مشرانو ګډون کړی و.
اعلی وزیر سرفراز بګټي وویل که نن زما په استعفا د بلوچستان حالات ښه کېږي، که بشیر زیب او ډاکټر الله نذر دا اعلان وکړي چې د سرفراز بګټي په استعفا یا وژل کېدو سره به په بلوچستان کې امن راشي، نو زه به لومړی کس یم چې له بل چا نه بلکې له خپل ورور څخه به ووایم چې پر ما ډزې وکړه، خو د بلوچستان په خلکو کې دې امن ټینګ شي.
هغه اپوزیشن ته په خطاب کې وویل زه دوی ته دا یادول غواړم چې کله په کټ کوچه کې ۲۰ معصوم پښتانه شهیدان شول، نو آیا ستاسو ورور استعفا ورکړې وه؟ آیا ستاسو ورور د ګورنر او وزارت له څوکۍ استعفا ورکړې وه؟ او هغه وزیران چې نن په پرلت کې ناست دي، آیا هغوی استعفا ورکړې وه؟
اعلی وزیر زیاته کړه چې د اګست د اتمې په پېښه کې زموږ وکیلان په بې رحمۍ سره شهیدان کړل شول، نو آیا په هغه وخت کې ستاسو استعفاوې راغلې وې؟ له هغې وروسته هر څومره پېښې وشوې، په ځانګړي ډول د پولیس لاین پېښه چېرې چې له ۳۰ څخه زیات ځوان ریکروټان په بې رحمۍ سره شهیدان کړل شول، په هغه شپه د رسنیو ملګري شاهدان دي چې لومړی کس چې هلته ورسېد سرفراز بګټي و. نو ځکه دا د استعفاګانو مسله نه ده.
میر سرفراز بګټي وویل سیاست ضرور وکړئ، زما په نیمګړتیاوو نیوکه وکړئ، که زما بده حکومتي درته ښکاري نو پرې خبرې وکړئ، که زما فساد درته ښکاري نو پرې خبرې وکړئ، زما اصلاح وکړئ. د اپوزیشن مطلب اپوزیشن دی، خو د خدای لپاره د مړو پر جسدونو سیاست پرېږدئ، د شهیدانو پر جسدونو سیاست مه کوئ.
په پای کې یې وویل چې زه د شهیدانو له کورنیو او سیاسي ګوندونو څخه غوښتنه کوم چې ستاسو کومې جائزې غوښتنې دي، موږ یې پوره کولو ته تیار یو. کوم کار چې د اسمبلۍ دی هغه به اسمبلي کوي، او کوم کار چې د صوبايي حکومت دی هغه به صوبايي حکومت ترسره کوي.
