کوټه (صداقت انټرنېشنل ویب ډیسک)د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی چې پر ایراني سمندري بېړیو او ورسره تړلو بار وړونکو بېړیو به بندیز ولګول شي، او د هرمز تنګي څخه تېرېدونکو د نورو هېوادونو سوداګریزو بېړیو څخه به ۲۰ سلنه امنیتي فیس اخیستل کېږي. ایران دغه اعلان رد کړی او ویلي یې دي چې د هرمز تنګي په چارو کې به د امریکا هېڅ ډول لاسوهنه ونه مني.
