کوټه (وېب نیوز)د بلوچستان اسمبلۍ سپيکر کېپټن (ر) عبدالخالق خان اڅکزي په لارښوونه د کورنيو چارو اضافي مشر سېکرټر حمزه شفقات او د بلوچستان د پوليسو عمومي مشر محمد طاهر له سپيکر سره وکتل او د اسمبلۍ د امنيت او د صوبې د امن او امان پر روان وضعيت يې تفصيلي جاج واخيست. په غونډه کې د بلوچستان اسمبلۍ سېکرټر طاهر شاه کاکړ هم ګډون درلود. امنيتي چارواکو سپيکر ته د اسمبلۍ د ساتنې لپاره د شويو اقداماتو په اړه معلومات ورکړل او ډاډ يې څرګند کړ چې د اوسني وضعيت له مخې به د اسمبلۍ امنيت نور هم پياوړی او بشپړ خوندي کړل شي. سپيکر عبدالخالق اڅکزي وويل چې بلوچستان اسمبلي يو مهم آئيني بنسټ دی او د هغې پر امنيت هېڅ ډول جوړجاړی نه شي کېدای. هغه اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د اسمبلۍ د ساتنې، څارنې او امنيتي تدابيرو د لا اغېزمنتيا لپاره دې ټول اړين ګامونه پورته کړي او خپلې دندې دې په مسلکي ډول ترسره کړي.
