کوټه (وېب نیوز)د هنه اوړک قومي مشرانو په ګډه خبري غونډه کې پر قرآن کریم لاس کېښود او هغه ټول تورونه یې په کلکه رد کړل چې د دوی او د دهرنې د کمېټې پر ضد خپاره شوي وو. هغوی وویل، د دوی احتجاج په بشپړ ډول سولهییز او د اصولو له مخې و، درې اساسي غوښتنې یې حکومت ومنلې او له همدې امله یې دهرنه پای ته ورسوله. قومي مشرانو وویل چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د دوی پر ضد منفي تبلیغات د ځانګړو کړیو له خوا روان دي او دا ډول پروپاګند د شهیدانو د کورنیو سپکاوی دی. دوی زیاته کړه چې د دوی پیغام انتقام نه، بلکې عدالت، یووالی او سوله ده او د شهیدانو قربانۍ به تل په درناوي یادوي.
