تازه خبرونه ۱۴ جولائی ۲۰۲۶

د مولانا بیان له اصلي مفهومه بېل وړاندې شوی، موږ هېڅکله د شهیدانو له عظمت څخه انکار نه دی کړی انجینر ضیاءالرحمان

کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علمای اسلام مشر انجینر ضیاءالرحمان د سما ټلوېزیون په «ریډلاین» خپرونه کې ویلي، چې هر وخت د پاکستان وسله وال ځواکونه د هېواد د دفاع لپاره جګړه کوي، جمعیت علمای اسلام به یې تر څنګ ولاړه وي. هغه وویل، ګوند یې تل د سولې، اعتدال او مذهبي سخت‌دریځۍ د مخنیوي ملاتړ کړی دی. نوموړي زیاته کړه چې د مولانا وروستی بیان له خپل سیاق او سباق څخه جلا وړاندې شوی او ناسم تعبیر شوی دی. ده وویل، هر څوک د خپلې خوښې له مخې مسلک ټاکي، او یوازې د امنیتي ادارو غړي نه، بلکې سیاسي کارکوونکو هم د هېواد لپاره قربانۍ ورکړي دي. انجینر ضیاءالرحمان ټینګار وکړ چې جمعیت علمای اسلام هېڅکله د شهیدانو د عظمت او مقام څخه انکار نه دی کړی، او شهید که د هرې ادارې وي، د ټول ملت شهید دی. هغه وویل، که مولانا له اساسي قانون او قانوني چوکاټ څخه بهر کومه خبره کړې وي، نو هغه به خپل بیان بېرته واخلي.