تازه خبرونه ۱۴ جولائی ۲۰۲۶

برطانیې د ټرمپ د هرمز تنګي د ټال ټکس وړاندیز رد کړ

کوټه (ویب نیوز) برطانیې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه وړاندیز رد کړی چې د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو بېړیو دې ټال یا امنیتي فیس ولګول شي، او ویلي یې دي چې په دې نړیوال سمندري لاره کې باید هېڅ ډول ټول یا اضافي چارجونه ونه لګول شي. د برتانوي حکومت ویاند وویل چې امریکا باید د خپلې طرحې بشپړ جزئیات روښانه کړي او هرمز تنګی باید د نړیوال قانون له مخې د نړیوالې سمندري تګ راتګ لپاره پرانیستی پاتې شي. نوموړي خبرداری ورکړ چې د هرمز په تنګي کې د ټال ټکس لګول نړیواله سوداګري اغېزمنولای شي. د راپورونو له مخې، نړیوالې سمندري ادارې هم غوښتنه کړې چې هرمز تنګی باید له هر ډول ټال او فیس څخه ازاد وساتل شي. د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ تر دې وړاندې اعلان کړی و چې پر ایراني بېړیو به بندیز ولګوي او د نورو هېوادونو له کارګو بېړیو څخه به د امنیتي خدمتونو په بدل کې ۲۰ سلنه فیس اخلي.