کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون ویاند ابراهیم رضایي ویلي، چې د تفاهم یادښت نور عملي بڼه نه لري او دښمن په رسمي ډول جګړې ته داخل شوی دی. هغه په تهران کې په خپل بیان کې وویل چې مخالف لوري د تفاهم یادښت ټولې مادې تر پښو لاندې کړې دي. نوموړي زیاته کړه چې د هرمز تنګي د امنیت او دوامدار پرمختګ لپاره ستراتیژیک عملیاتي پلان تېره شپه د ایران پارلمان ته وړاندې او تصویب شوی، او ایران به د خپلو ملي ګټو او سمندري امنیت د خوندي کولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
