کوټه (وېب نیوز) امریکایي جنګي الوتکو د ایران د کیش ټاپو پر بندر بمباري کړې او د راپورونو له مخې یې په بندر کې ولاړې کښتۍ په نښه کړې دي، بل لور ته د ایران د قشم ټاپو او د خوزستان ولایت په ځینو سیمو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د عربي او ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په کویټ کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د خطر زنګونه وهل شوي دي. د کویټ پوځ ویلي چې د امریکا پوځي اډو پر لور د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه شوي او د هېواد هوايي دفاعي سیستمونه د دغو ګواښونو د مخنیوي هڅې کوي. بلخوا د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون ویاند ابراهیم رضایي ویلي چې د مفاهمتي یادښت عملي کېدل نور پای ته رسېدلي او د دوی په وینا دښمن په رسمي توګه جګړې ته داخل شوی او د یاد تفاهم ټولې مادې یې تر پښو لاندې کړې دي.
