کوټه (وېب نیوز) د آل بلوچستان ټرانسپورټرز ایکشن کمېټې مشر حاجي حبیب الله خان بادیزي ویلي، د بلوچستان پر ملي لویو لارو د مسافرو پر موټرو د ډزو پرلهپسې پېښې د سختې اندېښنې وړ دي او د خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی. نوموړي له فدرالي او صوبایي حکومت، امنیتي ادارو او ضلعي انتظامیې وغوښتل چې پر لویو لارو امنیت نور هم پیاوړی کړي، په حساسو سیمو کې ګزمې زیاتې کړي او د څارنې عصري سیستم فعال کړي، ترڅو خلک په خوندي ډول سفر وکړای شي او په صوبه کې د تلپاتې امن لپاره عملي ګامونه پورته شي.
