مقامی ۱۴ جولائی ۲۰۲۶

په کوټه کې د سختې ګرمۍ پر مهال د برېښنا اوږدمهاله پرچاوۍ، خلکو د حکومت د مداخلې غوښتنه وکړه

کوټه (وېب نیوز) د کوټې او د بلوچستان په ګڼو سیمو کې د سختې ګرمۍ ترڅنګ د برېښنا اوږدمهاله پرچاوۍ او د ولتاژ کموالي خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. ولس شکایت کوي چې د برېښنا ادارې چارواکي د خلکو شکایتونو ته ځواب نه وایي او په ځینو سیمو کې یې د شکایت کوونکو اړیکې هم بندې کړې دي. خلکو له وزیراعلیٰ بلوچستان او اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې د برېښنا ستونزه دې سمدستي هواره او خلکو ته دې اسانتیاوې برابرې کړي.