کوټه (وېب نیوز) د زیارت د پېښې د شهیدو پولیسو د کورنیو احتجاجي پرلت شپږمې ورځې ته داخل شوی دی. په پرلت کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، وکیلانو او ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی دی. د حکومت او پرلت کمېټې ترمنځ خبرې بې له کومې پایلې پای ته ورسېدې، خو حکومت ویلي چې د شهیدانو د کورنیو ټولې قانوني غوښتنې منلو ته چمتو دی. بل لور ته د پرلت ګډونوالو او آل پارټیز د جولای په ۱۵مه د صوبې په کچه د احتجاجونو، د جولای په ۱۶مه د ښځو او ماشومانو د ګډون، او د جولای په ۱۷مه د بلوچستان په کچه د شټر ډاون هړتال اعلان کړی دی.
