تازه خبرونه ۱۴ جولائی ۲۰۲۶

د «شعبان» عملیات دوام لري، نور ۷ وسله وال وژل شوي

کوټه (وېب نیوز) د پاکستان پوځ، ایف سي بلوچستان او پولیسو له لوري د «شعبان» په نوم عملیات د وسله والو پر ضد دوام لري. امنیتي سرچینو ویلي چې په وروستیو عملیاتو کې ۷ نور وسله وال وژل شوي او په عملیاتو کې د وژل شوو کسانو شمېر ۸۳ ته رسېدلی دی. سرچینې زیاتوي چې د جولای له پنځمې نېټې راهیسې ټولټال ۱۲۱ وسله وال وژل شوي او عملیات به تر هغې دوام ولري څو وروستی وسله وال هم له منځه ولاړ نه شي.