تازه خبرونه ۱۴ جولائی ۲۰۲۶

په صوبایي کابینه کې د بدلون پرېکړه یو ځل بیا وځنډېده

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان په صوبایي کابینه کې د بدلون موضوع یو ځل بیا ځنډول شوې ده. د سرچینو له مخې د مسلم لیګ (ن) مرکزي مشرتابه خپلو پارلماني غړو ته سپارښتنه کړې چې تر سپټمبر میاشتې پورې چوپ پاتې شي او وزیراعلیٰ بلوچستان ته یې هم ویلي چې اوسمهال په کابینه کې بدلون ونه کړي، ځکه دا کار ښايي نورې ستونزې رامنځته کړي. ویل کېږي چې د کابینې د بدلون لپاره لومړني سلا مشورې بشپړې شوې وې، خو د ګوندي مشرتابه د لارښوونې وروسته دا پرېکړه موقتي وځنډول شوه.