کوټه (وېب نیوز) د زیارت پېښې د شهیدو پولیسو د وارثانو، آل پارټیز د پرلت کمېټې او د بلوچستان حکومت ترمنځ مذاکرات یو ځل بیا بې پایلې پای ته ورسېدل او لا هم بنبست دوام لري. د شهیدانو وارثانو اعلان کړی چې تر هغو به خپل احتجاجي پرلت نه ختموي څو یې ټول غوښتنې ونه منل شي. د کوهله پهاټک پرلت شپږمې ورځې ته داخل شوی او ګڼ شمېر سیاسي ګوندونه، وکیلان، قبایلي مشران او د مدني ټولنې غړي د پرلت ملاتړ ته ورغلي دي.
