مقامی ۱۴ جولائی ۲۰۲۶

د قلات ډویژن د ختمولو پرېکړې پر ضد د سراوان مشرانو ګډه غونډه، د نواب اسلم رئیساني په مشرۍ مهمه ناسته

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان حکومت له لوري د قلات ډویژن د ختمولو، مستونګ د کوټې ډویژن او کچهي د سبي ډویژن سره د یوځای کولو د پرېکړې پر ضد د سراوان مشرانو، سیاسي او قانوني شخصیتونو د نواب محمد اسلم خان رئیساني په مشرۍ مهمه غونډه وکړه. ګډونوالو دا پرېکړه د بلوچستان د تاریخ، کلتور او ملي هویت پر ضد وبلله او په یوه خوله یې رد کړه. غونډې پرېکړه وکړه چې د دې اقدام پر ضد به په ټولو قانوني، آئیني او ولسي فورمونو مبارزه کېږي او له حکومت څخه یې وغوښتل چې خپله پرېکړه سمدستي بېرته واخلي.