مقامی ۱۴ جولائی ۲۰۲۶

د بلوچستان د استعماري طرز حکومتولۍ تګلاره دې پای ته ورسول شي، میر طاهر بزنجو

کوټه (وېب نیوز) د نېشنل پارټۍ مرکزي مشر او پخواني سناتور میر طاهر بزنجو وویل چې په بلوچستان کې تلپاتې سوله د زور او وسلې له لارې نه، بلکې د سیاسي حل، عدالت او د خلکو د باور په بیا رغولو سره راتلای شي. هغه غوښتنه وکړه چې د بلوچستان د استعماري طرز حکومتولۍ تګلاره دې پای ته ورسېږي، د سیمې پر طبیعي شتمنیو دې د ځایي خلکو حق ومنل شي، د لادرکه کسانو کورنیو ته دې انصاف ورکړل شي او ټول بندیان دې د قانون له مخې خوشې کړل شي.