مقامی ۱۴ جولائی ۲۰۲۶

محسن داوړ د زیارت پېښې د شهیدانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه، احتجاجي پرلت کې ګډون

کوټه (وېب نیوز) د نېشنل ډیموکراټیک موومنټ مشر محسن داوړ د زیارت پېښې د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره روان احتجاجي پرلت ته ورغی. هغه د شهیدانو له وارثانو سره ولیدل، تعزیت یې وکړ او ویې ویل چې د شهیدانو کورنیو ته پر وخت انصاف ورکول د ریاست مسؤلیت دی. نوموړي ټینګار وکړ چې په بلوچستان کې د تلپاتې سولې، د خلکو د سر او مال د خوندیتوب او د اغېزمنو کورنیو د غوښتنو د پوره کېدو لپاره باید عملي او اغېزمن ګامونه پورته شي.