تازه خبرونه ۱۵ جولائی ۲۰۲۶

د زیارت د پېښې پر ضد پرلت لا هم دوام لري، د چمن په ګډون په ټول بلوچستان کې احتجاجي لاریونونه

چمن (سید سردار محمد خوندئی) د زیارت د پېښې د شهیدانو د کورنیو احتجاجي پرلت د چهارشنبې په ورځ هم دوام درلود. د حکومتي کمېټې او د پرلت کمېټې ترمنځ پر ځینو ټکو لا هم ټولمټل (ډیډ لاک) پاتې دی. تېره شپه د مذاکراتو پړاو پرته له کومې اعلامیې پای ته ورسېد، خو د خبرو اترو لړۍ لا روانه ده.

تېره ورځ پرلت ته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي، د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ مشر خوشحال خان کاکړ، د پښتون ډیموکراټیک موومنټ مشر محسن داوړ، د جمعیت علماء اسلام صوبايي امیر مولانا عبدالواسع، د عوامي نېشنل پارټۍ صوبايي صدر اصغر خان اڅکزی، نصرالله خان زیري، عادل خان بازي، د بلوچستان وتلي لیکوال او ژورنالیست سید انور شاه په ګډون د سوداګرو ټولنې، د وکیلانو ټولنې او د هزاره ټولنې مشرانو ویناوې وکړې.

ويناوالو په خپلو خبرو کې وويل چې د زیارت د پېښې پر ضد روان پرلت به تر هغې دوام ولري تر څو چې ټولې غوښتنې ونه منل شي. هغوی وویل چې د شهیدانو کورنیو د خپلو عزیزانو جسدونه په پرلت کې په اېښودلو سره ډېره مېړانه او زړورتیا ښودلې ده او دا قرباني زموږ د راتلونکي د خوندي کولو لپاره ورکړل شوې ده.
په ورته وخت کې د کوټې د مرکزي پرلت په ملاتړ د سرحدي ښار چمن په ګډون د بلوچستان په بېلابېلو پښتنو او بلوڅو ولسوالیو کې پراخ احتجاجي لاریونونه وشول. لاریون کوونکو پلاکارډونه او بینرونه پورته کړي وو او د امن و امان د ټینګښت او د پرلت د ټولو غوښتنو د ژر تر ژره منلو غوښتنه یې کوله.

د پرلت کمېټې لخوا د جولای په 17مه په ټول بلوچستان کې د شټر ډاون اعتصاب اعلان هم شوی دی.