کوټه (ويب نيوز) د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند صوبايي سينئر سېکرټر فقير خوشحال خان کاسي ويلي، د زيارت شهيدانو ټول پښتون ملت ته د يووالي، اتفاق او همغږۍ ستره ډالۍ ورکړې، چې دا د ملي شهيد عثمان خان کاکړ د فکر او سياسي ليد عملي بڼه ده. نوموړي وويل، د سکرو پهاټک پرلت کې د بېلابېلو سياسي او ټولنيزو ګوندونو مشران په يوه سټېج راټول شوي، چې دا د قومي ګټو لپاره د پښتنو د يووالي څرګند ثبوت دی. هغه زياته کړه چې د شهيدانو قربانۍ د ټول قوم ګډه شتمني ده او پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند به د ولسي حقونو، جمهوري ارزښتونو او ملي ګټو لپاره خپله سياسي مبارزه روانه ساتي.
