مقامی ۱۵ جولائی ۲۰۲۶

د لیویز ځواک پیاوړتیا د بلوچستان د امن او ثبات لپاره ضروري ده ساجد ترین اډوکېټ

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان نیشنل ګوند مرکزي مشر او نامتو قانونپوه ساجد ترین اډوکېټ ویلي، که د فرنټیر کور پر لګښتونو نیمایي بودجه هم پر سیمه ییزو ځواکونو، په ځانګړي ډول لیویز، ولګول شي، نو په بلوچستان کې به د امنیت او نظم په ګډون په ګڼو برخو کې څرګند ښه والی راشي. نوموړي وویل، د بلوچستان ستونزې تر هغه نه شي حل کېدای څو په اسلام آباد کې ناست پرېکړه کوونکي د سیمې له واقعي حالاتو پرته پالیسۍ جوړوي. هغه ټینګار وکړ چې د سیمه ییزو ادارو پیاوړتیا او واکمنول به د خلکو او دولتي ادارو ترمنځ باور هم زیات کړي او د تلپاتې سولې او ثبات لامل به شي.