کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت (آرمز سېکشن) د یوې رسمي پرېکړې له مخې په ټول صوبه کې د نادرا د ثبت مرکزونو او ټولو نادرا کاونټرونو له لارې د وسلو جوازونو پروسس سمدستي بند کړی دی. د وزارت په وینا، دا بندیز به تر هغه وخته نافذ وي څو د وسلو د ډیلرشپ جوازونو ډیجیټل کول بشپړ او د ټولو ډپټي کمشنرانو دفترونو کې اړوند نادرا ماډلونه نصب نه شي. ټولو کمشنرانو، ډپټي کمشنرانو او نادرا چارواکو ته د دې پرېکړې د عملي کولو سپارښتنه شوې ده.
