مقامی ۱۵ جولائی ۲۰۲۶

د زيارت د شهیدانو د پرلت ټولې غوښتنې دې ژر تر ژره ومنل شي، افغان قومي موومنټ

کوټه (وېب نیوز) افغان قومي موومنټ (اې کېو اېم) د زيارت د شهيدانو د کورنيو له احتجاجي پرلت سره د يووالي څرګندونه کړې او له حکومت څخه يې غوښتنه کړې چې د پرلت ټولې غوښتنې دې بې له ځنډه ومنل شي. د ګوند په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د شهيدانو قربانۍ د قوم وياړ دی او تل به په درناوي يادېږي. خبرپاڼه کې د هنه اوړک او زيارت شاوخوا سيمو د ترهګريزو پېښو په اړه ژوره اندېښنه ښودل شوې او ويل شوي چې د محکومو قومونو د ستونزو له پامه غورځول به حالات نور هم کړکېچن کړي. ګوند له حکومت څخه غوښتي چې د سولې، انصاف او سياسي ستونزو د حل لپاره دې جدي او عملي ګامونه پورته کړي.