مقامی ۱۵ جولائی ۲۰۲۶

د اساسي قانون واکمني، د ولس حقونه او رښتینې جمهوریت پرته دوامداره پرمختګ ناشونی دی حافظ محمد صدیق مدني

کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام د چمن مشر حافظ محمد صدیق مدني ویلي، پاکستان د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو څخه د ایستلو لپاره د اساسي قانون واکمني، د ولس د رایې درناوی او د ټولو ادارو له خوا په خپل قانوني چوکاټ کې فعالیت ضروري دی. نوموړي وویل، شفاف انتخابات، د ولسي واک احترام، د ګرانۍ، بېکارۍ او د برېښنا او تېلو د لوړو بیو کنټرول د حکومت مسؤلیت دی. هغه زیاته کړه چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې خراب امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د ستونزو حل یوازې په عدالت، پرمختګ، روزګار او د ولس د باور په بیا رغونه کې نغښتی دی.