کوټه (وېب نیوز) د کوټې ښار د امنيتي وضعیت د خرابېدو په لړ کې یو بل خواشینوونکی پېښه رامنځته شوې، چې پکې د غلا پر مهال د مقاومت کولو له امله یو ځوان په ډزو وژل شوی دی. د معلوماتو له مخې د یوه شخصي روغتون کارکوونکی حسام الدین د شپې له دندې وروسته پر موټرسایکل خپل کور ته روان و، چې د ارباب کرم خان روډ، مري سټریټ ته نږدې نامعلومو وسله والو درولی، موټرسایکل او موبایل یې ترې د اخیستو هڅه کړې. د مقاومت پر مهال وسله والو پرې ډزې وکړې او هغه یې پر ځای شهید کړ، وروسته بریدګر له سیمې وتښتېدل. پولیسو پېښه ثبت کړې، جسد یې روغتون ته لېږدولی او د بریدګرو د نیولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.
