کوټه (ويب نيوز) د امريکا سنټرل کمانډ (سېنټکام) ادعا کړې چې امريکايي ځواکونو پر ايران د ۹۰ دقيقو لپاره د نويو هوايي بريدونو لړۍ بشپړه کړې ده. د بيان له مخې، د هرمز تنګي ته نږدې او د ايران په ساحلي سيمو کې لسګونه پوځي هدفونه په نښه شوي دي. سېنټکام ويلي چې د عملياتو پر مهال د «لوی تنب» ټاپو کې د ايران ساحلي دفاعي سيستمونه، د کروز توغنديو زېرمې او د توغنديو د توغولو مرکزونه په دقيق ډول ويجاړ شوي دي. امريکايي پوځ ادعا کوي چې دغو بريدونو د هرمز تنګي کې د سوداګريزو بېړيو د په نښه کولو لپاره د ايران وړتيا نوره هم کمزورې کړې ده. تر دې وړاندې هم امريکايي ځواکونو د جنګي الوتکو او بېپيلوټه الوتکو په مټ پر ايران اووه ساعته پوځي عمليات ترسره کړي وو.
